افغانستان د پلاستيکي کڅوړو واردات منع کړل: د چاپیریال ساتنې په لور یو ګام
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې اعلان وکړ چې د پلاستيکي کڅوړو د پراخ استعمال د کمولو لپاره، د نورو هیوادونو څخه افغانستان ته د دې محصولاتو واردول منع شوي دي.
د ادارې چارواکو ټینګار وکړ چې کورني شرکتونه لاهم د پلاستيکي کڅوړو تولید اجازه لري، مګر دوی باید خپل کلنی تولید کم کړي.
د ملي چاپیریال ساتنې ادارې د چاپیریال ککړتیا کنټرول مشر، طوفان جبران وویل: “د پلاستيکي کڅوړو کارول، په ځانګړې توګه په کابل کې، د چاپیریال لپاره یوه لویه ستونزه رامینځته کړې ده. د احصایو له مخې، هره ورځ په هیواد کې شاوخوا 4 ټنه پلاستيکي کڅوړې مصرف کیږي.”
ډاکټرانو دا هم خبرداری ورکړی چې د پلاستيکي کانتینرونو دوامداره کارول کولی شي د انسان روغتیا له خطر سره مخ کړي.
د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي وویل چې دا اداره له کلونو راهیسې په ټول ښار کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو کمولو لپاره د پوهاوي پروګرامونه پلي کوي او خلک هڅوي چې د ټوکر کڅوړې وکاروي.