افغانستان

په حیرتان بندر کې هېواد ته د ۶۹ ټنه بې‌کیفیته سمنټو د داخلېدو مخه ونیول شوه

د معیار او کیفیت ملي ادارې ویلي، چې د حیرتان بندر د معیار او کیفیت آمریت د ۶۹ ټنه سمنټو یوه محموله د کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله پېژندلې او هېواد ته یې د داخلېدو مخه نیولې ده.

دغه محموله له تخنیکي ارزونو او اړینو ازموینو وروسته، د کورنیو الزاماتو او معیارونو سره په ټکر کې وپېژندل شوه او د اصولو له مخې بېرته خپل اصلي هېواد ته مسترده شوې ده.

د معیار او کیفیت ملي اداره وايي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه روان دی او هېواد ته د هغو بې‌کیفیته موادو د داخلېدو مخه به ونیول شي چې د خلکو روغتیا، خوندیتوب او ګټې له ګواښ سره مخ کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button