افغانستان
په پرچمن کې نږدې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې
د فراه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دې ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې ۳۴۷۳ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شوي دي.
دا مرسته د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا دغو کورنیو ته ووېشل شوه.
په ویشل شویو توکو کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامل وو.