افغانستاننړۍ

اوچا: په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان له بحراني لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چروکو، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د لوږې له بحراني وضعیت سره مخ دي، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې قرار لري.

د نوموړې په وینا، د ژمي په رارسېدو سره ښايي د لوږې له امله د اغېزمنو کسانو شمېر شاوخوا ۱۹ میلیونو ته لوړ شي.

چروکو د ژمي له رارسېدو مخکې پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې افغانستان د کرنې، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې دوامداره پانګونې ته اړتیا لري.

هغې همدارنګه خبرداری ورکړی چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د افغانستان د کورنیو پر اقتصادي وضعیت او د هغوی پر تغذیې منفي اغېزې لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button