د بښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه د وری ۱۶ مه په یوه نوي راپور کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو بې رحمانه ، بی غوري د افغان کډوالو د ځورولو، له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې او د احتمالي بشري ناورین په زړه له تله ده.
د دغه راپور پر اساس، له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د بېرته ستنولو پلان د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او د پناه غوښتونکو له حقونو سرغړونه ده.
د بښنې نړیوال سازمان یوه چارواکي جیمز جینیون ویلي، دا پرېکړه په پاکستان کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي او د زور زیاتي او توقیف یوه بله څپی ته لار هواروي.
په دې وروستیو کی پاکستانی رسنیو د هغو افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو د پیلېدو احتمال اعلان کړی، چې د کډوالۍ کارتونه هم لري.
که څه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ویستلو د دوهم پړاو د پیل لپاره کومه مشخصه نیټه نه ده اعلان شوې، خو د دغه هیواد چارواکو ویلي، چې ښايي دغه بهیر د اوری په لومړیو یا نیمایی کی پیل شي.








