افغانستان
د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنیکي کارکوونکو له خوا د څلورو روسي ټانکونو ترمیم
د ملي دفاع وزارت د ٢١٥ عزم قول اردو د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو له خوا د څلورو روسي ټانکونو د بېرته راګرځولو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په رغول شویو ټانکونو کې دوه T55 ټانکونه او دوه T62 ټانکونه شامل دي.