افغانستان

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر: په تورخم کې ۷۰ کیلوګرامه آمونه نیول شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د تورخم په پوله کې د کرنې ریاست د قرنطین مدیریت کارمندانو د کډوالو له یوې لارۍ څخه ۷۰ کیلوګرامه آمونه نیولي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مشر مولوي عبدالستار محمد وویل چې اوس مهال له پاکستان سره ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډول شوي او خلک باید د میوو او نورو سوداګریزو توکو له واردولو ډډه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button