افغانستان

د هرات د اسلام‌کلا ګمرک څخه د بې‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۳۴ باروړونکي موټر بېرته ګرځول شوي

 د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د تېرې ورځې په ترڅ کې د بې‌کیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۳۴ باروړونکي موټر د اسلام‌کلا ګمرک له لارې بېرته صادرونکو هېوادونو ته ګرځول شوي دي.

 په دغو موټرو کې ۲۰ د پټرولو، ۱۳ د ډیزلو او یو موټر د موټرسایکلونو د پرزو بار وو، چې د اړینو کیفي معیارونو د نه لرلو او ناقانونه‌والي له امله بېرته ګرځول شوي دي.

 د ځايي چارواکو په وینا، دغه اقدام هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د ننوتلو د مخنیوي، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او د ټاکل شویو کیفي معیارونو د پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button