په بلخ کې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم د دوو پروژو چارې پیل شوې
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت په بلخ ولایت کې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم د دوو پروژو چارې پیل کړې. د دغو پروژو د سړکونو ټول اوږدوالی ۶۸ کیلومتره دی او قراردادونه یې له خصوصي سکټور سره لاسلیک شوي دي. د پروژو د کار د پیل په مراسمو کې د بلخ ولایت د مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابوادریس، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو ګډون کړی و.
په دغو پروژو کې د حیرتان د عمومي سړک د ۴۱ کیلومتره برخې ترمیم او د کندو ډکول، د پلچکونو او د سړک د غاړو ترمیم، او همدارنګه د کلداری ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک ترمیم او د کندو ډکول شامل دي. ټاکل شوې چې د دغو پروژو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مسوولین وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد ستونزې کمې شي او د سړکونو د لا ډېر ویجاړېدو مخه به هم ونیول شي.
#افغانستان #بلخ #د_ټولګټو_وزارت #د_سړکونو_ترمیم #پراختیايي_پروژې








