سیمه

حماس: منځګړي دې د بریدونو او اوربند د سرغړونو د درولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي

د حماس غورځنګ پر غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو د زیاتېدو او د اوو فلسطینیانو د شهادت په غندلو سره، له منځګړو او د اوربند هوکړې له تضمین کوونکو غوښتي چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د اسرائیلو رژیم د بریدونو او د اوربند د سرغړونو درولو ته اړ کړي.

 حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بریدونو دوام، د فلسطینیانو وژل، د کورونو ویجاړول او د «ژېړې کرښې» په لوېدیځ کې په استوګنیزو سیمو کې د ځمکو نیول، د اوربند له هوکړې سرغړونه او د جنګي جنایتونو دوام دی.

 دغه غورځنګ همداراز له «د سولې شورا» غوښتي چې د دغو پېښو په اړه چوپ پاتې نه شي او د هوکړې د پلي کېدو په مخنیوي کې د اسرائیلو مسوولیت او په غزه کې یې بشري پایلې په پام کې ونیسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button