نړۍ
بایننس د امنیتي پېښې د راپور له خپرېدو وروسته د شتمنیو د لېږد او ایستلو بهیر ودرولو
بلومبرګ راپور ورکړی چې د بایننس د کریپټو اسعارو صرافۍ، چې په نړۍ کې د ډیجیټلي اسعارو د راکړې ورکړې تر ټولو لوی پلاتفورم دی، د یوې مشکوکې امنیتي پېښې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ډیجیټلي شتمنیو د احتمالي غلا له پېژندلو وروسته، په لنډمهاله توګه ټولې پیسې اچونې او ایستنې درولي دي.
د راپور له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د بایننس اړوندو برېښنايي بټو څخه غیرعادي لېږدونه وپېژندل شول او شک پیدا شو چې هکرانو ښايي د دې صرافۍ امنیتي سیسټمونو ته نفوذ کړی وي.
بایننس اعلان کړی چې د دغه شرکت امنیتي ډلې د موضوع په څېړلو بوختې دي او د راکړې ورکړې درول د امنیتي څېړنو، د مشکوکو شتمنیو د کنګل کولو او له قانون پلي کوونکو ادارو سره د همکارۍ په موخه ترسره شوي دي.








