نړۍ
سياېناېن: په واشنګټن کې د چټلې بم یا کیمیاوي وسلو د احتمالي برید په اړه استخباراتي خبرداری؛ سپینې ماڼۍ د باوري ګواښ شتون رد کړ
- د سياېناېن خبري شبکې د اوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر لوړپوړو چارواکو د ایران لهخوا د چټلې بم یا کیمیاوي وسلو په کارولو سره د احتمالي برید د پلان جوړولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا پر خاوره هېڅ باوري ګواښ نشته. باخبره سرچینو هم دغه پلانونه احتمالي انتخابونه بللي او ویلي یې دي، چې د یوه نږدې کېدونکي توطیې هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ هم د کیمیاوي وسلو د کارولو اړوند ادعاوې «جعلي» بللې دي.
د دغو راپورونو خپرېدل په داسې وخت کې دي، چې د امریکا امنیتي چارواکي هڅه کوي د استخباراتي څارنې قانون د ۷۰۲مې مادې موده وغځوي؛ دغو چارواکو د ګواښونو زیاتوالي ته په اشارې له کانګرېس څخه غوښتي، چې دغه قانون تمدید کړي
هغه قانون چې د امریکا استخباراتي ادارو ته اجازه ورکوي، څو د محکمې له حکم پرته د بهرنیو وګړو د اړیکو معلومات راټول کړي؛ هغه بهیر چې د امریکايي وګړو اړیکې هم پکې شاملېږي.








