د صهیونیستي رژیم د کورنیو چارو وزیر ایتامار بنګوېر، په الخلیل کې د صهیونیسټ ضد عملیاتو په غبرګون کې ویلي، چې باید په لوېدیځه غاړه کې د اوم اکتوبر د پېښې په څېر د یوې بلې پېښې تر رامنځته کېدو انتظار ونه شي، بلکې تر هغه مخکې باید اقدام وشي.
بنګوېر د فلسطیني خودمختارې ادارې، چې له صهیونیستي رژیم سره امنیتي همکاري هم لري، نیوکه کړې او د دې ادارې د ړنګولو او بېوسلې کولو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې، د فلسطین د مقاومت کمېټو ویلي، چې د الخلیل عملیاتو د صهیونیستي رژیم امنیتي، پوځي او استخباراتي جوړښتونو ته یو بل ګوزار ورکړی او له فلسطیني مبارزینو سره د مقابلې پر مهال یې د دغو جوړښتونو کمزورتیا څرګنده کړې ده.
د خپاره شوي راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې دوه اسرائیلیان وژل شوي او څلور نور پوځیان سخت ټپیان شوي دي.








