یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په فرضي کرښه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې شپې د نښتو پر مهال ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې سرچینې په وینا، په دغو نښتو کې د پاکستاني لوري دوه امنیتي برجونه او یوه څارونکې کمره هم ویجاړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې نښتې د توپسر، خرلاڅیو دروازې او کونجعلي په سیمو کې رامنځته شوې دي او اوس مهال نښتې درېدلې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








