افغانستان
لږه شېبه وړاندې په بلخ کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو
د بلخ ولایت د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنیزو چارو د معینیت له لوري لږه شېبه وړاندې پیل شو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مولوي محمدالله ضرار، په دې سیمینار کې وویل چې په ټولنیزو شبکو کې د ناسم معلوماتو د خپرېدو له زیاتېدو سره، خبریالان باید د هر خبر له خپرولو مخکې لازمې څېړنې وکړي او کره او رښتیني معلومات له باوري سرچینو ترلاسه کړي.
نوموړي د خبریالانو، لیکوالانو، رسنیزو فعالانو او ځوانانو فکري روزنه مهمه وبلله او د مسلکي مسوولیتونو پر رعایت او د رسنیزو مطالبو په خپرولو کې پر دقت ټینګار وکړ.
مسوولینو ویلي، د دې سیمینار موخه د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو لپاره د غوره لارو چارو وړاندې کول او د هغوی د ظرفیت لوړول دي.








