افغانستان
یونیسف: په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د یونیسف په وینا، دا احصایې د ټولنې تر ټولو زیان منونکو برخو سره د مرستې لپاره د دوامداره ملاتړ اهمیت څرګندوي.
سربېره پردې، د اقلیم بدلون او طبیعي پیښو په ټول افغانستان کې بشري بحرانونه لا پسې زیات کړي او د خلکو د ژوند شرایط یې نور هم نازک کړي دي.








