افغانستان
د پنجشېر نږدې ۳ زره قیراط زمرد د ۱۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول
د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لَتُون، وایي چې د دې ولایت د زمردو په وروستۍ داوطلبۍ کې ۲ زره او ۹۵۵ قیراط تازه استخراج شوي زمرد د ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول.
د هغه په وینا، په دې داوطلبۍ کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو ګډون کړی و او د زمردو د داوطلبۍ د بهیر له پراخېدو سره شاوخوا یو زر کورني او بهرني سوداګر په دغو پروګرامونو کې ګډون کوي.
مسوولان وایي، پنځو سوداګرو هم د پنجشېر له کانونو څخه د زمردو د استخراج په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې ده.
تېره اوونۍ هم د پنجشېر ۱۱ زره قیراط زمرد د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي وو.







