افغانستان

د اسلامي امارت مشر: موږ به غیر اسلامي غوښتنو او غیر ضروري امرونو ته تسلیم نه شو

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اعلامیې له مخې، د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په دې ولایت کې په یوه غونډه کې وویل چې “غیر اسلامي” غوښتنو او “غیر ضروري” امرونو ته به تسلیم نه شي او د خلکو د الهي او مذهبي حقونو په درناوي یې ټینګار وکړ.

هغه یو ځل بیا په یووالي او اطاعت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د دښمنانو د “ناخوښ” تبلیغاتو تر اغیز لاندې نه راشي.

دا غونډه د شنبې په ماښام د کندهار په پوځي هوايي ډګر کې جوړه شوه او د ولایت یو شمیر ملکي او نظامي چارواکو هم پکې ګډون درلود.

#افغانستان #کندهار #اسلامي امارت #حبیب الله اخوندزاده #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button