افغانستان

متقي: د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي؛ د نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي او اسلامي امارت په ټول هیواد کې ملاتړ لري.

ښاغلي متقي زیاته کړه چې اسلامي امارت له ډیرو هیوادونو سره ښې اړیکې لري او له ۴۰ څخه ډیر فعال سفارتونه او قونسلګرۍ لري؛ هغه د ځینو هیوادونو لخوا د اسلامي امارت نه پیژندل خپله پریکړه وبلله.

د حکومت د جوړښت په اړه، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اسلامي امارت ټول شموله دی او ښځې لاهم په ځینو دولتي ادارو کې کار کوي.

د نجونو د زده کړې په اړه، هغه وویل چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې “تر بلې خبرتیا پورې” ځنډول شوې، مګر په ښوونځیو کې د نجونو زده کړې دوام لري.

متقي دا هم وویل چې د اسلامي امارت له نظره، په افغانستان کې بحران او شخړه پای ته رسیدلې او نور له مخالفینو سره د خبرو اترو اړتیا نشته.

د تهران له خوا د اسلامي امارت مخالفو ځینو شخصیتونو ته د علي خامنه ای د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکولو په ځواب کې، هغه وویل چې ایران “ښه کار نه دی کړی” او په دې اړه د افغانستان اعتراض ایراني چارواکو ته څرګند شوی دی.

#افغانستان #امیرخان متقي #د بهرنیو چارو وزارت #د نجونو تعلیم #بهرنۍ اړیکې #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button