افغان بایسکل ځغلونکې فریبا هاشمي د جاپان د ناګویا ښار د شلم پړاو اسیایي لوبو د جادې په سیالیو کې د دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو په ثبتولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه.
هاشمي د سې شنبې سهار (۳۱ وږي ۱۴۰۵) د اسیا له غوره بایسکل ځغلونکو سره په سیالۍ کې له پای کرښې تېره شوه او د دغو سیالیو دویم مقام یې خپل کړ؛ د چین استازې د غوره وخت په ثبتولو سره لومړی مقام خپل کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
دغه مډال د شلم پړاو اسیایي لوبو کې د افغانستان د ورزش له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي؛ هغه سیالۍ چې د جاپان په ناګویا ښار کې د اسیا د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون روانې دي.
#افغانستان #فریبا_هاشمي #بایسکل_ځغلونه #اسیایي_لوبې #ناګویا #جاپان #ورزش








