د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو په کویت او بحرین کې د امریکا پر اډو د توغندیو بریدونه اعلان کړل
د سپاه پاسداران انقلاب د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې په قشم او سیرک کې د مخابراتي تاسیساتو باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته، په کویت کې د امریکا “علي السالم” هوايي اډه او په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې بیړۍ پاتې تاسیسات د سپاه پاسداران د فضايي ځواک د بالستیک توغندیو لخوا په نښه شول.
د بیان له مخې، نن سهار (شنبه، د جوزا ۱۶مه ۱۴۰۵)، څلور د تیلو ټانکرونه، چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي “سرغړونکي” بللي دي، د هرمز تنګي څخه د وتلو په حال کې وو، خو د خبرداري وروسته، یو یې ودرول شو او نورې کښتۍ بیرته راستنې شوې.
سپاه پاسداران انقلاب اسلامي هم خبرداری ورکړی چې که د امریکا بریدونه تکرار شي، نو راتلونکي غبرګونونه به ډیر پراخ وي او په هرمز تنګي کې د هر ډول احتمالي پایلو مسؤلیت به د بلې خوا په غاړه وي.
#ایران #امریکا #IRGC #کویت #بحرین #د هرمز تنګی #منځنی ختیځ








