سیمه

په اسلام‌اباد کې د امنیتي تدابیرو لګښت دوه برابره شوی

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په اسلام‌اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غونډو د ترسره کېدو د یوې اوونۍ ځنډ له امله د امنیتي تدابیرو لګښت دوه برابره شوی او ښايي له یو میلیارد پاکستانۍ روپیو څخه واوړي.

د راپور له مخې، پولیسو د غونډو د امنیت لپاره ۱۵۵۰ کانتینرونه چمتو کړي چې د هغوی ورځنۍ کرایه ۴۶.۵ میلیونه پاکستانۍ روپۍ ښودل شوې ده.

د اسلام‌اباد پولیسو د امنیت د ټینګښت لپاره له پنجاب څخه د ۱۶ زره او له سند ایالت څخه د ۲ زره پولیسو د استولو غوښتنه هم کړې ده.

ټاکل شوې وه چې تحریک انصاف خپلې غونډې د سپټمبر له ۲۷مې په اسلام‌اباد کې پیل کړي، خو د دغو غونډو ترسره کېدل یې یوه اوونۍ ځنډولي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button