نړۍ
روسیې او افغانستان د پوځي-تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ
په مسکو کې د “نړیوال امنیتي کنفرانس” په څنډه کې، روسیې او افغانستان د پوځي او تخنیکي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون د لاسلیک مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د روسیې د ملي امنیت عالي شورا سکرتر سرګي شویګو هم ګډون درلود.
د نړیوال امنیت کنفرانس د روسیې د امنیت شورا په نوښت د روانې میاشتې له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې په مسکو کې ترسره شو او د مختلفو هیوادونو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32471








