نړۍ
د چین په شمال کې د بایوټیک په یوه کوچنۍ شرکت کې مرګونې چاودنې ۸ کسان ووژل
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په شمال کې د بایوټیک په یوه کوچنۍ شرکت کې چاودنې لږترلږه اته کسان وژلي دي.
دا پیښه د شنبې په سهار (۱۸ سلواغه ۱۴۰۴) د شانشي ولایت په شو یانګ کې رامنځته شوه او له ساحې څخه یې تور، تیاره ژیړ لوګی پورته شو.
د شینهوا رسمي خبري اژانس وویل چې د جیاپینګ بایوټیک شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پیښې د لامل د څیړلو لپاره یوه ځانګړې تحقیقاتي ډله جوړه شوې ده.
جیاپینګ، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې تاسیس شوی، د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو پورې اړوند څیړنې کې ښکیل دی او په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري.
د چاودنې دقیق لامل لا تر اوسه نامعلوم دی او تحقیقات روان دي.








