نړۍ
په واشنګټن کې پراخ اورلګېدنه؛ د خلکو د ایستلو شمېر ۶۰،۰۰۰ ته ورسېد
د واشنګټن ایالت چارواکو ویلي چې په سپوکان کاونټي کې د دریو لویو اورلګیدنو له امله لږ تر لږه ۶۰،۰۰۰ خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او سلګونه ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، اورلګېدنې د شنبې راهیسې له ۷،۰۰۰ هکتاره څخه زیاته ځمکه سوځولې او د هغوی هیڅ برخه نه ده کنټرول شوې؛ سره له دې چې پراخ زیان رسیدلی، د مرګ ژوبلې یا ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.
چارواکو دا هم خبرداری ورکړی چې د واشنګټن ایالت په تیرو ۳۰ کلونو کې د اورلګیدنې له بدترین فصل سره مخ دی.
#امریکا #واشنګټن #اورونه #سپوکان #سفیر_ټلویزیون
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/34591








