افغانستان

په نورستان کې سېلابونو څاروي له منځه وړي

د نورستان ولایت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په کامدیش ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ږلۍ له امله سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د دفتر په وینا، سېلاب د کامدیش ولسوالۍ په ننګل کلي کې راغلی او شاوخوا ۷۰ څاروي یې له منځه وړي، چې غواګانې، غوایان، وزې او پسونه پکې شامل دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې وروستیو بارانونو څارویو ته لوی زیان اړولی او ډیری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی له مسؤلو ادارو او ملاتړ کونکو سازمانونو څخه غوښتنه کړې چې د زیانمنو کورنیو د وضعیت د حل لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د نورستان ولایت مطبوعاتي دفتر هم اعلان کړی چې اړوند ادارې به د زیانونو د ارزونې او د زیانمنو کورنیو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button