ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د نړیوالو مرستو کمښت سره سره، په افغانستان کې د اساسي بشري اړتیاوو پروګرامونو بودیجه په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ ملیارد ډالرو ته رسیدلې.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، سازمان د بسپنه ورکوونکو په ملاتړ سره اړین خدمات وړاندې کول دوام لري او له ۳۴ ملیون څخه ډیر خلک یې تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې اندریکا راتوات وویل: په ملیونونو افغانانو له روغتیا، زده کړې او اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړه؛ له ۴.۶ ملیون څخه زیاتو ماشومانو زده کړې ته لاسرسی وموند او شاوخوا ۴۵۰۰۰ اوږدمهاله دندې رامینځته شوې.
ملګرو ملتونو ټینګار وکړ چې د مرستو کمښت، د نفوس بې ځایه کیدل، د اقلیم فشارونه او عملیاتي محدودیتونو په څیر ننګونو سره سره، افغان ټولنو د پام وړ انعطاف ښودلی دی.








