د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې منظمه غونډه د سې شنبې په ورځ (۱۰ سنبل ۱۴۰۵) د مرمرې په ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د بهرنیو تمویل کونکو لخوا تمویل شوي نیمګړو پراختیایي پروژو لومړیتوب، د لویو اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره د فنډ رامینځته کول، او په هیواد کې د بیکارۍ کمولو لارو چارو په اړه بحث وشو.
په پای کې، د راپورته شویو مسلو له بیاکتنې وروسته، اړینې پریکړې وشوې.
#افغانستان #اقتصادي_کمیسیون #پرمختیایي_پروژې #اقتصاد #بې کارۍ #پانګه اچونه #سفیر_ټی وی








