د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې اونۍ کې ۳۳۴ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په وینا، دا کسان د دریو ورځو څخه تر دریو میاشتو پورې په زندانونو کې وو او له خوشې کیدو وروسته، دوی په هیواد کې خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.








