والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د سیمې په اوو هېوادونو کې د امریکا ۲۷۴ پوځي تاسیسات او زیربناوې په نښه شوي او زیانمنې شوې دي.
د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډو او تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو کچه تر ۱۵ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده.
دې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د ایران د بریدونو یوه برخه د امریکايي سرتېرو پر استراحت ځایونو متمرکزه وه او په اردن کې د یوه برید په پایله کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا پوځ د دغو بریدونو په پایله کې خپل یو شمېر سرتېري په کویټ کې له خپلو پوځي اډو ایستلي او پنټاګون له ایران څخه لرې سیمو ته د ځینو پوځي اډو د لېږدولو موضوع ارزوي.
راپور زیاتوي، چې امریکايي چارواکي اندېښنه لري، ښايي ایران د جګړې د یوې بلې دورې لپاره د خپلو پرمختللو توغندیو یوه برخه ساتلې وي.







