افغانستان
د کابل د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د ګازو د بالون د چاودنې د قربانیانو کورنیو سره مرسته کوي
د کابل د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست اعلان وکړ چې دوی یوې کورنۍ ته بیړنۍ او ملاتړ کوونکې مرسته کړې چې ۱۱ غړي یې د ګازو د بالون په چاودنه کې شهیدان شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
په دې مرسته کې ۲۵۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، دوه کڅوړې اوړه او وريجې، دوه بوتلونه غوړي، د پخلنځي یوه کڅوړه، د ژمي د جامو یوه کڅوړه، پنځه کمپلې، پنځه توشکونه او بالښتونه، یو روغتیایی کڅوړه او طبي توکي شامل دي.
دا اقدام د پیښو له امله اغیزمنو شویو کورنیو سره د مرستې او د دې غمجنو پیښو له امله رامینځته شوي فشار کمولو لپاره اخیستل شوی.








