د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ټیم د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې ازبکستان ته ۱۰-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه د پنجشنبې په ماښام په بحرین کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټسال ټیم په الف ګروپ کې د ازبکستان، بحرین او چین سره دی.
د هیواد د ۱۷ کلنو فوټسال ټیم به سبا په خپله دویمه لوبه کې د بحرین سره مخ شي، چې د سیالیو کوربه دی.








