افغانستان

په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې له زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې یو زر او ۱۶۸ کورنۍ زیانمنې کړې او یو زر او ۱۶۴ کورونه یې زیانمن یا ویجاړ کړي دي.

د نورستان په مرکز پارون کې هم ۲۳ کسان مړه شوي او شاوخوا یو زر کورنیو ته د اوبو رسولو خدمات ګډوډ شوي دي.

د یونیسف د راپور له مخې، د جولای په میاشت کې شاوخوا ۱۸۳ زره ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شوي، له ۹۶ زرو ډېرو کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی او له ۱۰۴ زرو ډېر هغه ماشومان چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، د درملنې لپاره منل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button