سیمه
د پاکستان د پوځ مشر د منځګړیتوب د هڅو د یوې برخې په توګه تهران ته رسیدلی
د رسنیو راپورونه ښيي چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب د روانو هڅو د یوې برخې په توګه ایران ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې، عاصم منیر تهران ته د رسیدو پر مهال د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني لخوا هرکلی وشو، او محسن نقوي هم په مراسمو کې شتون درلود.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې هم د لوړ پوړي پوځي چارواکي تهران ته سفر تایید کړی دی.
د راپورونو له مخې دا د اسلام آباد د منځګړیتوب د نوښتونو د یوې برخې په توګه تهران ته د عاصم منیر دوهم سفر دی.








