افغانستان
د سعودي عربستان د پاچا سلمان خیریه بنسټ: د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ریاست ته د ۳۲ ټنو خرماوو مرسته
د سعودي عربستان د پاچا سلمان خیریه بنسټ: د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ریاست ته د ۳۲ ټنو خرماوو مرسته
د هیواد د طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ریاست اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د پاچا سلمان خیریه بنسټ دې ادارې ته ۳۲ ټنه خرماوې ورکړې دي.
د ادارې په وینا، د خرماوو دا اندازه به د روژې په مبارکه میاشت کې په چټکۍ، شفاف او عادلانه ډول اړمنو خلکو، زیان منونکو کورنیو او محرومو ډلو وویشل شي.
د یادونې وړ ده چې د پاچا سلمان خیریه بنسټ څو ورځې وړاندې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ته ۱۰۰ ټنه خرماوې ورکړې وې، او دا مرستې د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د بنسټ د بشري هڅو یوه برخه ده.








