سیمه

د فلسطیني ادارې د نسکورولو لپاره د بین ګیر غوښتنه

اسراییلو د کورنیو چارو وزیر اتمر بین ګیر د یکشنبې په ورځ (۱۹ زمرۍ ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې د اسراییلو د کابینې په راتلونکې غونډه کې به له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغواړي چې د فلسطیني ادارې د نسکورولو لپاره سمدستي اقدامات پیل کړي.

د دې ادعا سره چې فلسطین یو “ترهګریز سازمان” دی، بین ګیر وویل چې دا اقدام د هغه څه په ځواب کې اړین دی چې هغه یې “د فلسطیني دولت د جوړولو وهمونه” بولي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې وشوې چې د فلسطینی ولسمشر محمود عباس په دې وروستیو کې د بې وسلې فلسطیني حکومت د جوړولو او ټاکنو د ترسره کولو پلانونه اعلان کړل، یوه مسله چې د صهیونیسټي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button