افغانستان

د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې او اکتید ترمنځ د ۶۷۳،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د تفاهم لیک لاسلیک

د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې اعلان وکړ چې د دې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د اکتید نړیوال رییس هانس جوهانس ترمنځ د ۶۷۳،۵۰۳ ډالرو په ارزښت د تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.

د دې تفاهم لیک پر بنسټ، اکتید به دا پیسې په بدخشان، تخار، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د بشري پروژو پلي کولو لپاره ولګوي.

په دې پروژو کې د بدخشان ولایت د شهر بزرګ، تشکان او کاشم ولسوالیو کې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د نغدي مرستو ویشل، د عامه پوهاوي ۹ مرکزونه جوړول، د ماشومانو لپاره د عامه پوهاوي ۸ مرکزونه جوړول، د روغتیا کڅوړې ویشل او د اوبو رسولو څلور شبکې ترمیم کول شامل دي.

په دې غونډه کې، ملا نورالدین ترابي د اکتید انسټیټیوټ د همکارۍ هرکلی وکړ، د پروژو په پلي کولو کې یې د چټکتیا او شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اداره ژمن ده چې زیانمنونکو کورنیو ته د مرستو پر وخت ویش لپاره اړین شرایط برابر کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button