افغانستان
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو، دوړو او سیلابونو خطر
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ (١٤ چنګاش ۱۴۰۴) د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو، دوړو او سیلابونو د احتمال اعلان وکړ.
د دې ادارې د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، نن به د بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزني، بامیان، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه د باران شاهد وي.
په بیلابیلو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۱۵ ملی مترو ترمنځ اټکل شوې ده، او د باد سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ راپور شوی دی.
د هیواد چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سیلابونو سره د مقابلې لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.