سیمه
اسراییلي جنګي الوتکو په لبنان کې پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي
لبناني سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ کې د بعلبک ولسوالۍ په لویدیځ کې د شمستر ښارګوټي په څنډو کې برید کړی، خو د برید نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د الجزیرې یوه خبریال راپور ورکړ چې اسراییلو د لبنان په جنوب کې د التفاح سیمې لوړوالی په هوايي برید سره په نښه کړ.
لبناني سرچینو راپور ورکړی چې صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کې د جبعة ښار په څنډه کې په البریج الحارشیه سیمه څلور ځله برید کړی دی.
د المنار خبریال راپور ورکړ چې صهیونیسټانو د هیواد په خاوره کې د ختیځ غرونو لړۍ په نښه کړه.
د اسراییلو ۱۴ چینل، پداسې حال کې چې برید یې منلی، دا هم ادعا کړې چې دوی د ختیځ لبنان په بکاء سیمه کې د حزب الله پورې تړلي اهداف په هوایی برید سره په نښه کړي دي.