د امریکا پخواني ولسمشر، باراک اوباما، د ایران پر وړاندې د جګړې د پیلولو په اړه د ډونالډ ټرمپ پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه جګړې، سره له دې چې په پیل کې د بریا ادعاوې کېدې، د امریکا او متحدینو لپاره یې پراخې پایلې لرلې دي.
اوباما د امریکايي اډو او متحدینو په نښه کېدو، د یو شمېر امریکايي سرتېرو وژل کېدو او د سلګونو نورو ټپي کېدو ته په اشارې ویلي، چې د امریکا د توغندیو زېرمې هم کمې شوې دي او ایران اوس د نړۍ بازارونو ته د تېلو د لېږد په یوه مهمه لار، هرمز تنګي کې، د اغېز او ویټو ځواک لري.
د امریکا پخواني ولسمشر د ایران پر وړاندې جګړه «غیرضروري» بللې او ویلي یې دي چې د اټومي هوکړې پر مهال ایران اټومي وسلې نه لرلې. هغه ټینګار کړی چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال شوې اټومي هوکړې به ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی وای او د دې موخې لپاره د توغندیو توغولو ته اړتیا نه وه.
اوباما همدارنګه د ټرمپ له خوا له اټومي هوکړې څخه پر وتلو او د جګړې پر پیل نیوکه کړې او د تېلو، ډیزلو او نورو توکو د بیو لوړېدل یې د دغې جګړې له پایلو څخه بللي دي.
د اوباما څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جګړې د پایلو ارزونه او پر سیمهییز امنیت، د انرژۍ پر بازارونو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي حضور د هغې اغېزې لا هم د بحث وړ موضوعات دي.
#اوباما #امریکا #ایران #ډونالډ_ټرمپ #هرمز_تنګی #جګړه #د_انرژۍ_بازار
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








