د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۱۱۱۹ ملکي افغانان شهیدان یا ټپیان شوي دي.
بلخي له سياېناېن خبري شبکې سره په مرکو کې ویلي، ښځې او ماشومان د دغو بریدونو د قربانیانو لویه برخه جوړوي. نوموړي په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاکستانه غوښتي چې د بېاساسه ادعاوو د مطرح کولو پر ځای، خپلې امنیتي ستونزې د دغه هېواد له خلکو سره د مسوولانه تعامل او له افغانستان سره د رښتینې ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امنیتي مسایلو په تړاو د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم له کړکېچ سره مخ دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








