پوتین: روسیه او افریقايي هېوادونه د څو قطبي نړیوال نظام په رامنځته کولو کې طبیعي متحدان دي
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د روسیې او افریقا د مشرانو د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ویلي، چې مسکو تل د افریقايي هېوادونو د خپلواکۍ او د هغوی د خپلواکې ودې ملاتړ کړی دی.
پوتین اعلان کړی، چې د روسیې او افریقا ترمنځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د روسي روبل ونډه ۸۵ سلنې ته رسېږي. هغه همدارنګه ویلي، چې په افریقايي هېوادونو کې د روسیې سوداګري پر متقابل درناوي او پانګونې ولاړه ده او استعماري بڼه نه لري.
د پوتین په وینا، په افریقا کې روسي شرکتونه ټولنیز مسوولیت لري او د خپلو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو هوساینې ته پاملرنه کوي. هغه روسیه او افریقايي هېوادونه د یوه داسې څو قطبي نړیوال نظام په رامنځته کولو کې طبیعي متحدان بللي، چې له دیکتاتورۍ څخه پاک وي.
د روسیې ولسمشر همداراز هیله څرګنده کړې، چې افریقا به په راتلونکي کې نه یوازې خپلې خوراکي اړتیاوې پوره کړي، بلکې د خوراکي توکو پر یوه لوی صادرونکي هم بدله شي. هغه زیاته کړې، چې د نړۍ د سیاست په ډېرو مهمو مسایلو کې د روسیې او افریقايي هېوادونو دریځونه سره نږدې یا همغږي دي.








