افغانستانسیمه

د لومړي ځل لپاره د هرات او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې د هرات د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د لومړي ځل لپاره مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي؛ ټاکل شوې چې له دې وروسته به هره اوونۍ د دواړو ښارونو ترمنځ یوه الوتنه ترسره شي.

د دغو الوتنو پیل به د هرات او دوبۍ ترمنځ د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button