د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې واشنګټن د ایران په اړه دوه انتخابونه لري؛ پوځي برید یا یوې لویې هوکړې ته رسېدل. هغه ټینګار کړی چې دواړه احتمالونه شته.
ټرمپ د ایران د پوځي وړتیاوو په اړه په څرګندونو کې ادعا کړې چې امریکا د ایران رادارونه له منځه وړي دي. هغه همدارنګه ادعا کړې چې که ایران په خپل حال پرېښودل شوی وای، نو په یو ډول به یې د اټومي وسلو جوړولو ته لاره موندلې وای.
د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې پر امریکايي پوځیانو د ایران له خوا د بریدونو لپاره د هڅو د زیاتېدو په اړه د استخباراتي راپورونو په تړاو یوې پوښتنې ته په ځواب کې ایرانیان «بد خلک» بللي دي.
ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې ایران ۲۵۹ جنګي الوتکې او ۲۵۹ بېړۍ لرلې، چې ټولې له منځه وړل شوې دي.








