ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د خبریالانو د لاسرسي په غچ اخیستونکي ډول محدودولو تورن شو
د سياېناېن او اېماېساېناېف خبري شبکو او د پولیټیکو خبري وېبپاڼې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر ضد خپله دعوه پراخه کړې او سپینه ماڼۍ یې تورنه کړې چې د انتقادي خبري پوښښ له امله د دغو رسنیو خبریالانو ته د ولسمشر د لاسرسي حق په غچ اخیستونکي ډول محدودوي.
د سياېناېن د راپور له مخې، دغې درېیو رسنیو ویلي چې د ټرمپ حکومت د دوی د خبریالانو مخه نیسي چې د ولسمشرۍ په الوتکه «ایر فورس ون» کې سفر وکړي او د سپینې ماڼۍ ځینو برخو ته ورشي. د دوی په وینا، حکومت په دې توګه د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونو ته دوام ورکوي. دغو رسنیو دغه اقدامات د امریکا د اساسي قانون د لومړي او پنځم تعدیل سرغړونه بللې ده.
د دغې دعوې پراخول په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې یوه فدرالي قاضي سپینې ماڼۍ ته د رسنیو د لاسرسي د بېرته ورګرځولو حکم صادر کړی و. د ټرمپ حکومت پر دغه حکم اعتراض کړی او د محدودیتونو د درولو په اړه یې د رسنیو نوې غوښتنې ته لا هم ځواب نه دی ورکړی.
#ډونالډ_ټرمپ #سپینه_ماڼۍ #د_رسنیو_ازادي #CNN








