نړۍ
د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۳مې غونډې په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جایشانکار سره وکتل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د روسیې او هند ترمنځ د ځانګړې او ممتازې ستراتیژیکې مشارکت د پیاوړتیا لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو هېوادونو همدارنګه په ملګرو ملتونو، شلو هېوادونو په ډله «G20» او بریکس کې پر نږدې همغږۍ د دوام ټینګار کړی دی.








