افغانستاننړۍ

په مسکو کې د افغانستان د نوي سفارت د ودانۍ لپاره ځانګړې شوې ځمکه وکتل شوه

په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل‌حسن حسن، د افغانستان د نوي سفارت د ودانۍ او اړوندو تأسیساتو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه او لومړنۍ سروې یې ترسره کړه.

دغه ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو استازولیو د خدماتو عمومي ادارې له لوري د مسکو ښار په یوه مهم موقعیت کې ځانګړې شوې ده.

د منظور شوي طرحې پر بنسټ، د اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته به پر دې ځمکه د سفارت د ودانۍ او اړینو تأسیساتو د جوړولو چارې پیل شي ۰

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button