افغانستان

راتلونکی کال به له هېواده ۳۰ زره کسان حج ته ولاړ شي

د حج او اوقافو وزارت وايي، د راتلونکي هجري لمریز کال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره به له هېواد څخه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته ولاړ شي، چې یوازې ۱۴ ورځې پاتې دي.

د حج او اوقافو رييس مولوي نورمحمد ثاقب د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۱۶) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې راتلونکې مياشت به د حاجيانو الوتنې پيل شي.

هغه دا هم وویل چې اسلامي امارت له سعودي عربستان څخه غوښتنه کړې چې په کال کې د افغان حاجیانو کوټه له ۳۰ زرو څخه ۴۵ زرو ته لوړه کړي.

هغه وويل، چې د سږ کال د حج لګښت د هر تن لپاره ٢٨٣٩٠٠ افغانۍ ټاکل شوى او زياته يې کړه، چې په دې پيسو سره به په سعودي عربستان کې حاجيانو ته بېلابېلې اسانتياوې برابرې شي.

د ښاغلي ثاقب په وینا، سږ کال د حج ټول لګښت ۸ میلیارده ۲۷۸ میلیونه ۷۷۷ زره ۳۲۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button