د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره راستانه شوی کډوال افغانستان ته راستانه شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په جبري توګه د تورخم له لارې ۱۴۸ راستنیدونکی هېواد ته راستانه شوي او بوه زره ۷۱۹ نور راستانه شوي کسان په خپله خوښه او جبري توګه د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر یې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.