په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا د کرنې وزارت د فدرالي کرنیزو بازار موندنې ادارې له مشر امین الدین ذوالکفلي سره د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا او په دې هیواد کې د افغان وچو او تازه میوو د بازار موندنې په اړه خبرې کړې دي.
په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د غونډې په جریان کې، مالیزیایي لوري د هیواد په بازارونو کې د باکیفیته افغان محصولاتو، په ځانګړې توګه وچو او تازه میوو د بازار موندنې په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا څرګنده کړه.